ایکنانیوز د الیوم السابع له قوله راپور راکړی، شیخ عبدالفتاح طاروطي وویل چې د دغې سیالۍ په دویم پړاو کې ټولو ګډونوال ، که څه هم نهائي سیالیو ته نه دي رسېدلي، د تجروبې د ترلاسه کولو او د قضاوت له کمېټې سره د تعامل له امله بریالي دي.
هغه د دویم پړاو د وروستۍ ورځې په څنډې کې له «الیوم السابع» ټيلویژني چینل سره په خبرو کې زیاته کړه: سږ کال په دغو سیالیو کې د پیاوړو غږونو او هیلوونکو قاریانو ګډون کړی و، او دا لومړی ځل دی چې په وروستیو کلونو کې د سیالانو شمېر دومره زیات شي. دا ټول قاریان د ملاتړ وړ دي.
طاروطي ټینګار وکړ چې د مصر د اوقافو وزارت، د وزیر اسامه الازهری په مرسته ئې، د دغو استعدادونو او وړتیاؤ د روزنې او ملاتړ لپاره یو ریښتینی چاپېریال برابر کړی څو د قاریانو نوی نسل راپورته شي او دا لړۍ جاري وساتي.
هغه د دغو ادعاګانو په ځواب کې چې ګواکې د سیالۍ پر مهال ئې د ځینو ګډونوالو تلاوت غوڅ کړی، وویل: مونږ د هیچا اجرا بې دلیله نه ده درولې. ځینې وختونه د یوې تېروتنې د سمون یا د وخت د سپَما لپاره مداخله کوو. دا د قضاوت کمېټې د رول برخه ده څو د سیالۍ کیفیّت او عدالت وساتل شي.
دغه مصري قاري وویل: غوره ګډونوال باید په دقت سره وټاکل شي، ځکه چې دوي به یوه ورځ د مصر په راډیو کې تلاوت وکړي، او د یو تجربهکار استاد لپاره ساده تېروتنې هم د منلو وړ نه دي.
هغه زیاته کړه چې په شخصي توګه لیواله دی وویني چې په نهائي سیالیو کې به څوک بریالی کېږي او د ټولو نهائي سیالۍ کوونکو لپاره ئې د بریالیتوب هیله وکړه.
د یادونې وړ ده چې د مصر د اوقافو وزارت د «المتحده» رسنیزې کمپنۍ په ملګرتیا سره د قرآنی وړتیا ؤ او استعدادونو د موندنې لپاره دا لویه ټيلویژني سیالي د « تلاؤت حکومت » په نوم جوړه کړې ده.
ددغه ټيلیویژني پروګرام موخه ، چې د سیالۍ په بڼه ترسره کېږي، د نوو مصري قاریانو معرفي کول دي چې د عبدالباسط، منشاوي او مصطفى اسماعیل په څېر د نامتو قاریانو په سټایل تلاوت کوي.
دا سیالي د نوو استعدادونو د ملاتړ له لارې د مصر سیمهییز او نړیوال رول پیاوړي کولو او د قرآن د رسالت په خپرولو کې مرسته کوي.
په دغې سیالۍ کې له ۴۰۰۰ زیاتو کسانو ګډون کړی و، او لومړنۍ مرکزي سیالۍ د ۲۰۲۵ کال د ستمبر له ۶ تر ۱۱ پورې د ۳۰۰ ګډونوالو په شتون ترسره شوې.
۲۸ نهائي سیالۍکوونکي به د ستمبر په ۲۵ نیټه د کیمرې مخې ته د اجرا مهارتونو په اړه روزنه ترلاسه کړي، او نهائي سیالۍ به د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې ترسره شي.
https://iqna.ir/fa/news/4305138